پروان ولایت کې د واټر پمپ دستګاه ذخیروي حوض کانال پاک‌کاري ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Jan 11 2026 12:07 PM
1

پروان ولایت کې د واټر پمپ دستګاه ذخیروي حوض کانال پاک‌کاري د پروان د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو تر رهبري لاندې د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو په مالي لګښت ترسره شو.

نوموړی کانال په پروان ولایت کې یو له بنسټیزو کانالونو څخه دی، چې د پروان ولایت او د کابل ولایت د قره‌باغ او کلکان ولسوالیو اړوند څه باندې ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

User account menu