غزني ولایت کې د درې سترو کانالونو د پاک‌کاري پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

mew-admin
Tue, Dec 30 2025 12:09 PM
1

غزني ولایت کې د کامل، بازار او زیوج کانالونو د پاک‌کاري  پروژه د ۱ میلیون او ۶۸۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي کانالونه چې له سلطان بند څخه حقابه لري او هر یو یې کابو ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د فرعي کانالونو په ګډون له رسوباتو څخه پاک شول.

په دغه پروژه کې چې زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چارې یې د ډي، آر، سي موسسې په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

User account menu