د فاریاب ولایت د دریو ولسوالیو له سیمه ایزو مسؤلینو سره د سیند له حریم او بستر څخه د خپل سرو شګو را اېستلو د مخنیوي په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Tue, Dec 30 2025 11:29 AM
۱

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش، شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو ته سفر وکړ او د نوموړو ولسوالیو له ولسوالانو سره په جلا، جلا کتنو کې د سیند له حریم او بستر څخه د خپل سرو شګو رااېستلو د مخنیوي او د دغه ریاست د کاري موخو د پلي‌کولو په هکله له ساحوي مدیرانو سره د همغږي په تړاو بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو ولسوالیو ولسوالانو ژمنه وکړه، چې د دغه ریاست له ساحوي مدیرانو سره به د سیند له حریم او بستر څخه د خپل سرو شګو رااېستلو د مخنیوي په برخه کې اړینه همکاري ترسره کړي.

له بلې خوا، ښاغلي مبارز په دولت آباد ولسوالي کې د سټیشنونو د تخنیکي چارو او ارقامو را اخیستلو له بهیر څخه هم څارنه وکړه.

User account menu