د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

mew-admin
Tue, Dec 23 2025 11:28 AM
1

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د رسمي مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د دغه تړون د لاسلیک مراسم د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر،  د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب ، د اسلامي امارت یو شمېر مشرانو، د ملي او نړیوالو رسنیو استازو او نورو مسؤلینو په شتون کې، د اقتصادي کمېسیون د غونډو په تالار کې ترسره شول.

 په یادو مراسمو کې د پایداره انرژیو عمومي رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني د وزارت د لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو نږدې ټول کلي  د برېښنا له نعمته برخمن شي او د ټولنیزو خدمتونو د ښه والي، اقتصادي ودې او دوامداره پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د تطبیق قرارداد د اوبو او انرژي وزارت او «سټيټ کارپس» شرکت ترمنځ، د افغانستان اسلامي امارت د تمویل له لارې، لاسلیک شو، او د تطبیق موده یې درې کاله ټاکل شوې ده.

په یاده پروژه  کې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي غځول چې ۸۵.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، له پل خراسان څخه د قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو پورې، همداراز د سب‌استیشنونو جوړول او په یادو ولسوالیو کې د توزیعي شبکو رامنځته کول هم شامل دي.

User account menu