پنجشیر ولایت کې د هایدرولوژيکي اسټېشنونو د ساتندویو دیوالونو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

mew-admin
Sun, Dec 21 2025 3:23 PM
1

د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست خبر ورکړی چې د نږدې خاواک، خاواک ،پریان او کرامان، دره ولسوالیو کې د هایدرولوژيکي اسټېشنونو د ساتندویو دیوالونو د جوړولو پروژه بشپړه شوې.

یاده پروژه چې ۲۴۲ متره اوږدوالی لري، د ۴،۵۷۲،۵۱۵ افغانیو په لګښت، د اوبو او انرژي وزارت له داخلې بودجې څخه  بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یادونې وړ ده  چې محافظتي دېوالونه د موسمي سېلابونو  له تخریب څخه د اسټېشنونو اوعامه تاسیساتو د خوندیتوب لپاره مهم بلل کېږي.

  بلخوا د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست خبر ورکړی چې په پریان، دره، آبشار او حصه اول ولسوالیو کې د هایدرولوژیکي اسټېشنونو د ساتونکو لپاره ۸ خونې  د اوبو او انرژي وزارت له بودجې څخه د ۵۰۵۳۱۱ افغانیو په لګښت ترمیم او بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

User account menu