غزني ولایت کې د برېښنا خصوصي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه وشوه.

mew-admin
Sun, Dec 21 2025 9:48 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي ټیم د غزني ولایت د درېیو خصوصي شرکتونو (عمري، تمدن غزني، شاه میر) څخه د برېښنا رسولو په برخه کې څارنه او ارزونه وکړه.

په ارزونه کې ټینګار وشو چې یاد شرکتونه به خپل خدمات معیاري کوي، د خدمت دوام به د مشتریانو د قناعت وړ وي، او د بریښنا نرخونه به د وزارت له تعرفې سره سم تطبیقېږي.

همداراز، تخنیکي ټیم د غزني د انرژي ولایتي کمېټې سره ناسته وکړه او پر مهمو موضوعاتو بحث او اړینې پریکړې وشوي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ناوې او مقر ولسوالیو کې د څادر، نوروزي او خوش‌ قول بندونو تخنیکي، ټولنیزه او چاپېریالي سروې هم ترسره کړه.

User account menu