د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د قرغزستان له لوړپوړو چارواکو سره مهمه ناسته ترسره کړه.

mew-admin
Sat, Dec 20 2025 10:29 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین او ورسره پلاوي د قرغزستان د انرژي وزارت له مرستیال وزیر سره رسمي لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د انرژي معیین افغانستان د سیمه ایزو پروژو د نښلون لپاره غوره ځای وبالۀ، او د افغانستان د برېښنا سکتور د پانګونې فرصتونه یې تشریح کړل.

همدارنګه په دي ناسته کې د CASA 1000 پروژې د افغانستان په خاوره کې د کارونو د پرمختګ په اړه هم لنډ معلومات شریک شول.

‏د قرغزستان د انرژي وزارت مرستیال وزیر د افغانستان د پلاوي د میلمه‌ پالنې مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د قرغزستان هیواد به د شبکې د عصري کېدو، د مختلفو سرچینو څخه د برېښنا تولید او د برېښنا ضایعاتو په کموالي کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

‏په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د برېښنا په برخه کې به خپلې تخنیکي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې کوي، همدارنګه دواړو لوریو هوکړه وکړه چې یو بل ته کاري ټیمونه معرفي کړي تر څو ښه همغږي رامنځته شي او شوي تعهدات عملي بڼه خپله کړي.

User account menu