د اوبو او انرژي وزارت له لوري د اباسین بهار د برېښنا رسولو خدمتونو شرکت ته د برېښنا انرژي د تولید او وېش جوازلیک ورکړل شو.
دغه جواز لیک د معیاري کودونو او سټنډردونو او منظور شوې تعرفې د پلي کولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د بریښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست تر چتر لاندې د برېښنا مارکیټ حقوقی ریاست رئيس محترم خلیل الرحمن فاروق له لوري نوموړي شرکت ته وسپارل شو.
د وزارت د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس ښاغلي فاروق د دغه جوازلیک د ورکولو پرمهال د نوموړي شرکت مسؤلین خلکو ته د رښتیني خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې د دغه جوازلیک سره سم د اباسین بهار برېښنا رسولو د خدمتونو شرکت کولای شي، د پکتیکا ولایت مرکز کې د ۱ میګاواټ نه تر ۲ میګاوات په وړتیا د برېښنا انرژي تولید او وېش په برخه کې فعالیت وکړي او پکتیکا لپاره شته ستونزې تر یو څه حد حل شي او نوموړې شرکت په پلان کې لري چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کړې.
