د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
Sat, Dec 13 2025 11:59 AM
1

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د لیندۍ له 23 نېټې څخه تر 24 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او دهوا پیژندنې نړیوالو معتبروارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود-مرغآب، هلمند او شمال) حوزو او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د اورښتونو له امله دسیلابونو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، هلمند، ارزگان، زابل، کندهار، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

User account menu