زابل ولایت ارغنداب ولسوالي کې د "ساې کز" تحکیماتې پروژې رغنیزې چارې پیل شوې.

mew-admin
Sat, Dec 13 2025 10:55 AM
1

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د ساېکز تحکیماتې پروژې د رغونې چارې د(۳،۱۹۰،۶۰۷) دری میلیونه، یو سلو نوی زر، شپږسوه اوه، افغانیو په ارزښت  د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار، د ارغنداب ولسوالي ولسوال محترم ملا عطاء الله جهادی، د علماوو شورا رئیس ښاغلي مفتی عزیز الله طیب او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوه.

ياده پروژه به د ۴ څلور میاشتو په موده کې د  ۲۵۴ دوه سوه څلورپنځوس متره په اوږدوالي رغول کېږې.

د يادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کرنيزو ځمکو او استوګنېزو ودانیو، د ولسوالی  کلینیک او د ولسوالي د تعمیر د تخریب څخه مخنیوی وشي.

User account menu