سمنګان کې پۀ ۲۹ امارتي ریاستونو او مستقلو ادارو کې د سولر سیستم د نصبولو لومړنۍ سروې ترسره شوه.
د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم، ددغه ولایت د اوبو او انرژي رئیس الحافظ مولوي محب الله عادل په هدایت او د مرکز له خوا د رالیږل شویو مکتوبونو پر اساس، پۀ ولایت مقام او ۲۹ امارتي ریاستونو او مستقلو آمریتونو په ودانیو کې د سولر سیستم د نصب لپاره لومړنۍ سروې د یوې اونۍ په موده کې بشپړه کړه.
د یادې سروې موخه دا ده چې اداري ودانۍ د انرژي له تجدیدېدونکو سرچینو څخه مجهزې شي.
