پکتیا ولایت کې د استنادي دیوالونو سروې وشوه.

mew-admin
Tue, Dec 02 2025 3:31 PM
1

د پکتیا ولایت د اوبو  او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي میتي کلي کې د یوه سربند، مټاخېل، او بښکول کلیو کې د دوو استنادي دیوالونو تخنیکي،اقتصادي،هایدرولوژیکی او اجتماعي سروې ترسره او د سرې خاورې په کلي کې د یوه چکډم ساحه تثبیت کړه.

چې د یاد چکډم پر جوړېدلو سره به سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د استنادي دېوالولونو په جوړولو سره به زیاته کرنیزه ځمکه د سیلاب له خطر څخه خوندي شي.

User account menu