د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد له رئيس سره وکتل
د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغه ریاست د کارمندانو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد له رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف سره وکتل.
په دغه ناسته کې، د دعوت او ارشاد رئيس د اسلامي نظام د موخو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول کارمندان باید خپل سیرت او صورت له اسلامي اصولو سره سم برابر کړي.
