د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل
د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل او د نوموړې عمومي حوزوي ریاست او د دشت قلعې د اوبو او انرژي ریاست د پروژو د څارنې او ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
ټاکل شوې ده، چې د کورنۍ پلټنې ریاست تخنیکي ټیم د نوموړو ریاستونو د ۱۴۰۴ لمریز کال پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیسي.
