د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیرڅخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو په موخه څارنه وکړه

MEW-Media
Sun, Nov 09 2025 8:51 AM
۱

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم زنده جان او غوریان ولسوالیو ته سفر وکړ او له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو او ضایعاتو د مخنیوي په موخه څارنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي مستوفي آغا د اوبو ټولنو له مسؤلینو او کروندګرو سره وکتل او له شته اوبو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

User account menu