بامیان ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه وڅېړل شول
د بامیان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه چې پکې ۸ پایې هایدرولوژي او ۴ پایي د واورو ارزونې دي، وڅېړل.
همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو له هغو سټیشنونو څخه چې پکې د ساتنې او مراقبتي پروژې پلې شوې او د هغه ولایت په ورس ولسوالي کې د تګابغار لاندې سیند د ټینګښت پروژې څخه هم څارنه وکړه.
