فاریاب ولایت کې د ینګي زرغوی هایدرومیتیورولوژیکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي
د شمال عمومي حوزوي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره په همغږي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغوي هایدرومیتیورولوژيکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړی دېوال د 19.4 متره په اوږدوالي، د 2 متره په پلنوالي او 3.30 متره په لوړوالي سره د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱ میلیون، ۸۹۷ زره او ۹۰۰ افغانیو په لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د نوموړي سټیشن د ټینګښت په موخه جوړیږي.
د دغه دېوال د چارو په بشپړېدو سره به نوموړی سټیشن د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.
