پکتیکا ولایت کې د اتو کاریزونو د تحکیماتي او پاک‌کاري چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Sun, Nov 02 2025 9:16 AM
۱

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت په یوسف‌خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د اتو کاریزونو د تحکیماتي او پاک‌کاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو کاریزونو د تحکیماتي او پاک‌کاري چارې چې د ۶۸ زره ۸۳۲ اعشاریه ۰۶ آمریکایي ډالرو په لګښت د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړده، چې د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمي د خلکو د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه برېده هواره  او کاریزونه به د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شي.

User account menu