غزني ولایت کې د بهائي کانال پروژه د نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
Sat, Nov 01 2025 8:59 AM
۱

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي په عباس خېلو سیمه کې د بهائي کانال پروژه د ۳ میلیونه، ۸۱۲ زره او ۵۶۹ افغانیو په لګښت بشپړه شوه.

په دغه پروژه کې د نوموړي کانال هغه برخه چې اوبه ورڅخه ضایع کېدې د ۲۵۰ متره په اوږدوالي سره په بنسټیز ډول جوړه شوه.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

User account menu