سمنګان ولایت کې د یوه تولیدي شرکت لپاره د مصرفي اوبو د چمتو کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Tue, Oct 28 2025 2:02 PM
1

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم حافظ محب الله عادل د یوه تولیدي شرکت له مسؤل سره وکتل او د نوموړي شرکت لپاره د مصرفي اوبو د چمتوکولو په تړاو یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤل وویل، چې ټاکل شوې ده چې د دغه ولایت په خلم ولسوالي کې د نباتي غوړیو او څرمو په برخه کې پانګونه وکړي او د مصرفي اوبو د چمتوکولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس د هغه ریاست تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه، چې د نوموړي شرکت لپاره د مصرفي اوبو د چمتوکولو په برخه کې دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

User account menu