د خوست د اوبو او انرژي رئيس د ایف، اې، او موسسې له مسؤلینو سره د یوه سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې د چارو د پیل په هکله خبرې وکړې
د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د ایف، اې، او موسسې له مسؤلینو سره د هغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو سیمې د سربند، کانال او استنادي دېوال پروژې د چارو د پيل په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
ښاغلي ثابت د نوموړې موسسې له مسؤلینو سره د نوموړې پروژې د چارو د پیل په تړاو د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
ټاکل شوې ده، چې په نوموړې سیمه کې د نوموړې موسسې له لوري د یوه سربند ، د ۵۰۰ متره په اوږدوالي کانال او استنادي دېوال پروژې چارې په نږدې راتلونکې کې د ۲۲۹ زره او ۷۰۰ آمریکایی ډالرو په لګښت پيل شي.
