د هلمند ولایت د نهر السراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Sat, Oct 25 2025 2:18 PM
۱

د هلمند عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج قاري عبدالهادي هادي او ورسره مل تخنیکي ټیم د هلمند ولایت په سنګين ولسوالي کې د نهر السراج کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته يې اړینې لارښوونې وکړې.

د هلمند عمومي حوزوي رئيس د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه د څارنې پر مهال د دغې پروژې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او هغه یې د هلمند د خلکو لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او زیاته یې کړه، چارې یې باید په ښه کیفیت او ټاکل شوې وخت سره تر سره شي.

User account menu