د لوګر  ولایت د خروار ذخیروي بند او د کهشان سربند د ساتنې او مراقبت پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
Thu, Oct 23 2025 11:05 AM
1

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي د هغه ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند او په څرخ ولسوالي کې د کهشان سربند د ساتنې او مراقبت پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د خروار ذخیروي بند چارې چې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۵۰ سلنه او د کهشان سربند د ساتنې او مراقبت چارې چې د ۱ میلیون او ۴۳۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د یو، این، ایف، اي، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۶۵ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu