فاریاب ولایت کې د ینګي زرغوی هایدرومیتیورولوژیکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Wed, Oct 22 2025 9:52 AM
۱

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغوي هایدرومیتیورولوژيکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړی دېوال  د 19.4 متره په اوږدوالي، د 2 متره په پلنوالي او 3.30 متره په لوړوالي سره د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱ میلیون، ۸۹۷ زره او ۹۰۰ افغانیو په لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د نوموړي سټیشن د ټینګښت په موخه جوړیږي.

User account menu