بامیان ولایت کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
Sat, Oct 18 2025 4:12 PM
۱

د بامیان ولایت په ورس ولسوالي کې د پورتني سیوک چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۲۴۵ زره او۷۷۴ اعشاریه ۴ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د ۳۱ متره په اوږدوالي او ۷ متره لوړوالي سره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د سیلابونو د کنټرول او مهارولو او د موسمي اوبو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.

له دغې پروژې څخه ۳۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او کابو ۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلې شوې ده.

User account menu