ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي خلیل الرحمن عمري له خپل تخنیکي ټیم سره د دغهٔ ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د بند د جوړولو چارې باید د کاري پلان سره سم ترسره شي.
د نوموړي بند د کندن کاري چارې ۶۰ سلنه او د پرچاوې ۷۰ سلنه بشپړې شوې د خاورې او جغلو د آزمایښت چارې هم دوام لري.
د یادولو وړ ده، چې دغهٔ بند د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه دی او د جوړولو چارې یې د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.