د اوبو او انرژي  وزیر صاحب د انرژي اونۍ نړيوال فورم کې د ګډون لپاره روسي فدراسیون ته په سفر  ولاړ.

MEW-Media
Tue, Oct 14 2025 8:20 AM
1


نن د ١٤٠٤ کال د تلې په ٢١ نیټه د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د روسیې د انرژي د اونۍ نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د روسیې فدراسیون ته په سفر ولاړ.

د سفر موخه د روسیې د انرژي د اونۍ نړیوال فورم کې د ګډون ترڅنګ، د انرژي او اوبو سکتورونو په برخه کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، تجربو د تبادلې، او د افغانستان د انرژي سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو لپاره د کوربه او ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو ترسره کول دي.

دغه سفر د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، ځکه د انرژي نړیوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې، او د انرژۍ د پایداره پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.

ان شاء الله د وزیر صاحب دا سفر به د افغانستان د انرژي سکتور د پرمختګ، نړیوالو همکاریو، او د نوو پروژو د جلب په برخه کې مثبتې لاسته راوړنې ولري.

User account menu