د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

MEW-Media
Sun, Sep 28 2025 8:23 AM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز د میمنې ښار له یو شمېر قومي مخورو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ښار قومي مشرانو د اوبو د کموالي ستونزې د هوارولو په موخه، د دهن‌درې بند د جوړولو لپاره خپلې غوښتنې له ښاغلي مبارز سره شریکې کړې.

په ورته مهال، ښاغلي مبارز له نوموړو قومي مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.

 

User account menu