د کابل عمومي حوزوي ریاست نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

MEW-Media
Tue, Sep 23 2025 4:11 PM
1

محترم حاجي احسان الله حقیار د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د کابل عمومي حوزوي رئيس په توګه وټاکل شو. هغه د رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د نوي عمومي رئيس د ورپېژندلو ترڅنګ، په ادارو کې ادلون، بدلون د مثبتو تحولاتو، کاري وړتیا لوړولو او د فعالیتونو د بهیر غوره‌والی وباله.

هغه همدارنګه، په هېواد کې د اوبو سرچینو د مدیریت او د انرژي پراختیا د حیاتي ارزښت باندې په ټینګار سره، یادونه وکړه چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو څخه تر اوسه پورې په دې برخه کې ارزښتناک ګامونه پورته شوي. هغه زیاته کړه چې دغه لاسته راوړنې د اوبو او انرژي سکتورونو د مسؤلینو او کارمندانو د رښتینولي او هڅو پایله ده.

د یادونې وړ ده، چې د کابل عمومي حوزوي ریاست د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو ریاستونو څخه دی، چې د هېواد د ۱۴ ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونه د دغه عمومي ریاست تر پوښښ لاندې فعالیت کوي.

 

User account menu