فاریاب ولایت کې به د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري پروژې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

MEW-Media
Mon, Sep 22 2025 1:44 PM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره‌والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د ۷۵ زره او ۲۴۱ اعشاریه ۰۱ آمریکایي ډالرو په لګښت چې معادل یې، ۵ میلیونه، ۱۹۱ زره او ۶۲۹ اعشاریه ۶۹ افغانۍ کېږي، د اف، اي، او موسسې په مالي ملاتړ د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۹۵ سلنه بشپړې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه، په نوموړې ولسوالي کې د جر کلا ۲۸۰۰ متره کانال د ۱۵۰۰۰ آمریکایي ډالرو په لګښت د اف، اي، او موسسې په مالي ملاتړ د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پاکاري شو.

 

User account menu