اوبو او انرژي وزیر د شهیدانو په یاد غونډه کې ګډون وکړ .

MEW-Media
Sat, Sep 20 2025 9:43 AM
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبدالطیف منصور د پکتيا ولايت ، سید کرم ولسوالي کې د تېر شل کلن انقلاب د شهيدانو په ياد غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

یادې غونډې ته چې د سیمې ګڼ شمېر مجاهدينو ،علماوو، امارتي مسئولینو او عامو خلکو ګډون کړی وو ،د اوبو او انرژي وزیر صاحب د شهيدانو ورثه وو ته تسليت له وړاندې کولو وروسته  د شهيدانو د مقام او فضیلت په هکله مفصلې خبرې وکړې .ښاغلي منصور صاحب دغه راز د اسلامي نظام د بقا، پایښت او ټینګښت لپاره د علماوو،مجاهدینو او عام ولس د مسئولیتونو او مکلفیتونو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې. دوی یې وهڅول چې له خپل اسلامي نظام څخه چې د زرګونو شهیدانو ،کونډو،یتیمانو او اسیرانو د وینو او اوښکو ثمره ده په سر او مال سره دفاع وکړي .

دغه راز محترم وزیر صاحب د ملت د ټولو پرګنو تر منځ په بشپړ یووالي باندې ټينګار وکړ . غونډه په هیواد کې د اسلامي نظام د ثبات او شهیدانو ارواوو ته د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده .

User account menu