د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Thu, Sep 18 2025 12:11 PM
۱

دغه ناسته د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې له اوبیزو سرچینو څخه د معقولې ګټې اخیستنې د اصولو، د خصوصي شرکتونو لپاره د اوبو رسولو چوپړتیاوو د بیې د پرزنټیشن د څېړلو او د اوبو سرچینو د پورته لاس ګټې اخیستونکو د سرغړونو د مخنیوي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو قوانینو د پلي کولو اړوندو موضوعاتو، د اوبو رسولو چوپړتیاوو په برخه کې د روڼتیا او د هېواد د اوبیزو سرچینو پروژو د سروې او مدیریت د بهیر چټکتیا تر بحث لاندې ونیول شو.

د اوبو محترم معین د تخنیکي مسؤلینو د راپورونو تر اورېدلو او د نوموړو موضوعاتو تر هر اړخیزو څېړلو وروسته، اړوندو رئيسانو او مسؤلینو ته د هېواد اوبو سرچینو د پایداره مدیریت د غوره‌والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

 

User account menu