د بادغیس ولایت د اوبو او انرژۍ د ستونزو د حل په اړه غونډه.
ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یوې ناستې په ترڅ کې د ښاغلی عبدالبصیر عثمانی، ښاغلی ضیاالدین اکازی، ښاغلی امیرشاه خان نایب زاده په ولسي جرګه د بادغیس ولایت استازیو، ښاغلی بهاءالدین د ولایتي شورا وکیل او او د بادغیس ولایت درې د سکټور رییسانو سره په بادغیس ولایت کې د اوبو د ستونزو د حل کولو په اړه خبرې اتری وکړې.
دا شمیر میلمنو د اوبو او انرژۍ وزارت د کارونو ستاینې په ترڅنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه څخه غوښتنه وکړئ چې د اوبو کنټرول، د اوبو او برښنا زیربنایی پروژو پلي کولو په تیره بیا په بادغیس ولایت کې د کوچني هایدرو بندونو ته ډیر پاملرنه وشي.
په ورته وخت کې، ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د میلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅنګ، په بادغیس ولایت کې د دې وزارت پروژو یادونه وکړه وی وویل: د هیواد د ولسمشر د لارښوونې سره سم موږ په ولایتونو باندې ډیر تمرکز کوو چیرې چې لږ کار شوی، چی بادغيس ولایت هم په کی شامل دي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې په بادغیس ولایت کې د نورو پروژو پلي کولو لپاره هڅی وشي.
