د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي ناسته کې د هېواد د اوبو سرچینو د پياوړتیا په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Thu, Sep 04 2025 12:42 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د اړوندو رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هېواد  د اوبو سرچینو د پياوړتیا او ور څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د اوبو د غوره مدیریت او د اوبو پروژو د غوره پلي‌کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره او په ټاکلي وخت د پلي‌کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

 

User account menu