لوګر ولایت کې د شخصي سکتورونو سوداګریزې برېښنا د سروې، پېژندنې او د فعالیتونو د قانوني‌کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Thu, Sep 04 2025 8:34 AM
۱

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم سره په لوګر ولایت کې د شخصي سکتورونو سوداګریزې برېښنا د سروې، پېژندنې او د فعالیتونو د قانوني‌کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په غه لیدنه کې ټینګار وشو، چې ټول هغه شرکتونه چې برېښنا انرژي تولید او وړاندې کوي، باید له اوبو او انرژي وزارت څخه قانوني جواز تر لاسه کړي، ترڅو سوداګریزه برېښنا په ښه ډول مدیریت او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu