د کابل او هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاستونو د کارمندانو لپاره د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه پيل شوه

MEW-Media
Sat, Aug 30 2025 11:39 AM
۱

د کارمندانو د وړتیا لوړولو برنامو په دوام، دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د تنظیم ریاست په همکاري ترسره شوه.

په دغه برنامه کې، چې په چارو کې د اړینو آسانتیاوو د چمتوکېدو ، د کارمندانو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم ترمنځ  په چارو کې د همغږیو او انسجام د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې وه، پکې د کابل او هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاستونو او د دغو ریاستونو تر چتر لاندې د اوبو او انرژي ریاستونو څخه څه باندې ۲۰ تنو کارمندانو ګډون درلود.

باید یادونه وشي، چې د دغه ډول ښوونیزو برنامو جوړول به د دغه وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري دوام ومومي. 

 

User account menu