د پکتیا اوبو او انرژي ریاست کې د سیلاب او وچکالي تر خطر لاندې سروې شوو سیمو کې د عامه پوهاوي‌ورکولو په موخه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Tue, Aug 26 2025 1:20 PM
۱

دغه ناسته د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او د دغه ریاست د کارمندانو په شتون کې ترسره او د سیلاب او وچکالي تر خطر لاندې سروې شوو سیمو کې د عامه پوهاوي ورکولو، د خوړونو بستر او حریم سروې د ترسره کولو، د جذبي څاګانو د کېندلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د دغې ناستې په پای کې د نوموړو موضوعاتو په تړاو اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu