د بدخشان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د غونډو په تالار کې د زېربنا او د طبیعي سرچینو د سکټور میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Aug 06 2025 2:54 PM
Badakhshan

دغهٔ ناستهٔ د بدخشان ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي صبغت الله قانع تر مشري لاندې د سکټور د غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دغهٔ ناستهٔ کې د زراعت، تولګټو او ټرانسپورټ وزارت د سکټورونو له لوري د پراختیايي پروژو د پلي کولو په تړاو د اړینو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده چې په دغهٔ ناستهٔ کې د کانونو له ریاست څخه وغوښتل شول تر څو د سرو زرو د کانونو د را ایستلو چارې د قانون د احکامو او د اسلامي امارت د طرزالعملونو سره سم ترسره شي، ترڅو د عام المنفعه تأسیساتو، اوبیزو سرچینو، د سیندونو د حریم او بستر او د چاپیریال له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

User account menu