ننګرهار ولایت کې د اوبو د بې‌ځایه مصرف او ضایعاتو د مخنیوي په هکله ناسته ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Jul 20 2025 5:02 PM
1

دغه ناسته د ننګرهار والي محترم حاجي ملا محمد نعیم آخند تر مشري لاندې د ننګرهار د اوبو او انرژي رئيس محترم سید فضل احد پاچا او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره او په دغه ولایت کې دځمکې لاندې اوبو د سطحې د کښته کېدو کنټرول او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د ننګرهار د اوبو او انرژي رئيس په دغه ولایت کې په ورځني ډول د اوبو د مصرفولو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، که د اوبو د بې‌ځایه مصرف مخنیوی ونه‌شي، په راتلونکي کې به په دغه ولایت کې لویه فاجعه رامنځته شي.

همدغه راز، ښاغلي پاچا په دغه ناسته کې د اوبو د بې‌ځایه مصرف د مخنیوي په هکله وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې هکله  اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu