د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د کندز له والي سره وکتل

mew-admin
Wed, Jul 16 2025 4:44 PM
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار  محترم انجنير سيد رحمن ځدران د کندز له والي محترم حاجي ملا محمدخان دعوت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله اړین معلومات د کندز له والي سره شریک کړل او هغه د همکاري ژمنه وکړه.

همدارنګه، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د کندز ولایت د امام صاحب او قلعه ذال له  ولسوالانو سره په جلا، جلا لېدنو کې په چارو کې د لا ښه سمون او همغږي په موخه وکتل.

همدغه راز، ښاغلي نقي د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې مېشت د دغه ریاست د سيمه ايز آمريت له کارمندانو سره وکتل  او هغوی ته یې د چارو غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د نوموړي آمریت مسؤلینو په دغه لیدنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي نقي سره شریک کړل او ورته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي نقي د نوموړي سیمه ایز آمریت له مسؤلینو سره د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه ژمنه وکړه.

User account menu