د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت اتم لاټ پروژې چارې 59 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Jul 12 2025 3:25 PM
1

د آمو سيند څنډو د ټينګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي او د دغه ریاست تخنيکي سلاکار محترم انجنير سيدرحمن ځدران  د تخار ولايت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت د پرمختیایي بودجې څخه د ۶۵میلیونه، ۳۸۴ زره او ۵۹ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۵۹ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه تحکیماتي پروژې مقطع له میکس موادو څخه خاورینه پشته ده او مخې ته یې د ډبرو ګبیونونه په پام کې نیول شوې چې یو کیلو متر اوږدوالی لري.

User account menu