د پنجشیر پر سیند باندې د ګلبهار بند د جوړونې په موخه د مشاهداتي او امکان سنجي سروې ترسره شوه
د وزارت مقام ستر سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم او د وزارت د انرژي څانګې سلاکار محترم ډاکټر محمد عابد انورزي او ورسره مل د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د پنجشیر پر سیند باندې د ګلبهار بند د جوړونې په موخه د مشاهداتي او امکان سنجي سروې د ترسره کولو په موخه دغه ولایت سفر وکړ.
نوموړو مسؤلینو د دغه بند جوړونه د هېواد لپاره د انرژي ستره سرچینه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دغه بند په جوړولو سره به په کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو کې د اوبو د کموالي ستونزې تر یوه بریده هواره شي.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د شتل پر سیند باندې د یوه بند جوړونه اغېزمنه و ارزوله، چې په جوړېدو سره به یې په پروان ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزې هوارې شي.
