بدخشان ولایت کې د آمو سیند  د څنډو د ټینګښت له ۴ پروژو څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Jul 07 2025 11:50 AM
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس مولوي وکیل احمد نقي او تخنیکي سلاکار انجینر سید رحمن ځدراڼ د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالي کې د آمو سیند د څنډو د ټینګښټ له څلورو تحکیماتي پروژو( چاوېد، پاجورد، جنګل پاجورد او شدوج) څخه څارنه وکړه.

د نوموړو پروژو چارې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د اوبو او انرژي وزارت لخوا بشپړې شوې وې او همدارنګه ښاغلي نقي د سیمې خلکو ته د نوموړو پروژو په ساحه کې د کرل شویو نیالګیو د ساتنې او پاملرنې په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu