فاریاب ولایت کې د یوه کانال جوړولو او پاکاري چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Jun 24 2025 3:18 PM
1

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د هزار قلعې کانال د جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال چارې د اېف، اې، او مؤسسې لخوا د ۲۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، اوس مهال یې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي او د چارو په بشپړېدو سره به یې په ډېره اندازه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

او همدارنګه د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز د یو، اېن، ډي، پي مؤسسې د شمال زون استازي محترم حمیدالله احمدزي سره په فاریاب ولایت کې د نوو پروژو لکه چکډمونه، کانال او تحکیماتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي مبارز د نوموړې مؤسسې مسؤلینو ته د پروژو پلي کولو څخه د څارنې په هکله د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu