د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د ۸ کیلو متره سړک جوړولو چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د ۸ کیلو متره سړک جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. د نوموړي سړک جوړولو چارې چې دوې اونۍ مخکې پیل شوې وي، تر اوسه پورې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي. دغه سړک د باغدرې برېښنا بند ته د سروي تجهیزاتو د لېږد په موخه جوړیږي.