د بودجې د مصرف د څرنګوالي او د اوبو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ د څېړنې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، د تدارکاتو او مالي او حسابي ریاستونو د رئيسانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، اړوندو رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د خپلو ریاستونو اړوند راپورونه په ځانګړې توګه د اوبو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ، بودجې د لګښت د څرنګوالي او د اوبو سکتور د پراختیایي پروژو د تدارکاتي پروسو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.
د اوبو محترم معین د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د راپورونو تر اورېدلو وروسته، د اوبو پراختیايي پروژو د چارو د چټکتیا په موخه اړوندو رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې دغه میاشتنۍ ناستې د اوبو پراختیایي پروژو د چارو د ګړندیتوب ، بودجې د لګښت د څرنګوالي او په چارو کې د ننګونو د هوارولو په موخه ترسره کېږي.