فاریاب ولایت کې د بلوچ کانال جوړونه او پاکاري د څه باندې ۶۷ زره ډالرو په لګښت پيل شوه

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالي په تورت کل بلوچ کلي کې د بلوچ کانال جوړونه او پاکاري د ۶۷ زره او ۳۹۱ ډالرو په لګښت پيل شوه.
نوموړې پروژه چې ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، د اېف، اې، او دفتر په مالي لګښت د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي.