د پروان عمومي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه رامنځته او رئيس یې وټاکل شو

د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د اوبو د تنظیم په برخه کې د خلکو د ونډې اخیستنې او د پروان عمومي کانال د حفظ او مراقبت په موخه، د نوموړي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه رامنځته او د یوې ناستې په ترڅ کې د جبل السراج، سیدخېلو، سیدکرم، بګرام، د پروان مرکز او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د اوبو ګټې اخیستونکو په شتون کې د نوموړي کانال رئيس، مرستیال، منشي او خزانهدار وټاکل شول.
د یادونې وړ ده، چې د دې ډول ټولنو رامنځته کول د اوبو د تنظیم، د اوبو شخړو د هوارولو او د اوبیزو تاسیساتو د حفظ او مراقبت په برخه کې مثبته اغېزې لري.