د پلتوني بند د جانبي پرچاوې د کېندنې چارې بشپړې شوې

mew-admin
Sun, May 11 2025 11:13 AM
1

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژه څخه ده، چې چارې یې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د نوموړي بند د جانبي پرچاوې د کېندنې چارې بشپړې شوې، او اوسمهال د دغه بند د بنسټ په کیڼ لوري کې د سمنټې پردې کارونه په ښه توګه روان دي.

User account menu