د آمو سیند د تحکیماتو په اړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د لا پراخېدو لپاره ناسته وشوه

mew-admin
Wed, Apr 30 2025 6:03 PM
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین؛ محترم  مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده په مشرۍ او د ګاونډي هېواد ازبکستان د زراعت وزارت د معین او د اوبو سرچينو وزارت د معین په مشري لوړپوړو هيئتونو تر منځ د آمو سیند د تحکیماتو په برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه ترسره شوه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او سیمه‌ایزو مشترکاتو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اوسنیو شته مثبتو او رغوونکو اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د هغو همکاریو مننه وکړه چې ازبکستان له خوا افغانستان سره شوې او دغه همکاري یې د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې اړیکو نښه وبلله.

دواړو لوریو توافق وکړ چې په نږدې راتلونکې کې د آمو سیند تحکیماتو په موخه د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه خپل ګډ کار پیل کړي.

د دغې لیدنې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو معين او د ازبکستان جمهوریت د اوبو سرچينو وزارت د معین تر منځ د آمو سیند د تحکیماتو په برخه کې د همکاریو په اړه صورت جلسه هم امضاء شوه.

User account menu